Wednesday, 09.08.2010, 12:50am (GMT) کورپاڼه پوښتنې RSS لینکونه نقشه اړیکې
 
 
::| کلیدي کلمه:       [پرمختللی لټون]  
 
ټول موضوعات  
راپورونه
خبرونه
مقالې
مالومات اوخبرتیاوې
اصلي ویبپاڼه
نور خبرونه
کلتور
ادب
په زړه پوري خبرونه
ساینس او روغتیا
سپورت
ټولنیزعلوم
::| نظرپوښتنه
د انتخاباتو ګټونکی څوک دی؟
حامد کرزی
عبدالله عبدالله
::| خبرپاڼه
ستاسونوم:
ستاسوبرېښنالیک:
 
 
 
راپورونه
 
منګل: د ولسي جرګې انتخابات به په ارامه فضا كې ترسره شي
Sunday, 07.04.2010, 05:13pm (GMT)

د افغانستان د كورنيو چارو سرپرست جنرال منيرمنګل وايي، چې په پارلمان كې د دوي د تېرې ورځې له خبرو څخه ناسم تعبيرشوې، ده ويلي وه چې د افغانستان په ۱۱۴ ولسواليو كې شديد تهديد متوجه دى.

په داسې حال كې چې خلك او د ملي شورا ځينې غړي د ولسي جرګې د راتلونكو انتخاباتو د امنيت په اړه اندېښنه لري د افغانستان د كورنيو چارو د وزارت چارواكي وايي، چې دوي ډاډه دي چې دغه انتخابات به په ارامه فضا كې ترسره شي.

د كورنيو چارو د وزارت مرستيال او سرپرست جنرال منير منګل د پنجشنبې په ماسپښين د يوې خبري غونډې په ترڅ كې وويل، چې افغان امنيتي ځواكونو د امنيت په برخه كې داسې يو بشپړ پلان چمتو كړى دى، چې زه په ډاډ سره ويلى شم چې د انتخاباتو په وړاندې به كومه جدي ستونزه رامنځته نه شي.

ښاغلي منګل وړاندې وويل، چې د دغه امنيتي پلان په ترڅ كې به د رايه وركولو له ټولو ساحو څخه څلور -- څلور كمربنده را تاويږي، چې په لومړي كمربند كې به پوليس، په دوهم كې ملي اردو، په درېم كې ايساف او په څلورم كمربند كې به هوايي ځواك ځاى پرځاى كيږي.

د كورنيو چارو سرپرست جنرال منيرمنګل تر دې يواځې يوه ورځ دمخه يعنې د چهارشنبې په ورځ په ولسي جرګه كې ويلي وو، چې د افغانستان په يواځې نهو ولسواليو كې هيڅ تهديد نشته او په ۱۱۴ ولسواليو كې جدي تهديد متوجه دى.

خو ښاغلي منګل د پنجشنبې د ورځې په خبري غونډه كې وويل، چې له تهديد څخه د دوي هدف د مخالفينو شتون نه وه بلكه له يو شمېر نورو ستونزو څخه يي هدف وه چې په هغو كې ځينو لېرو پرتو سيمو ته د اكمالاتو رسول، د لوژيستيكي موادو رسول، د اب او هوا خرابوالي او داسې نورې ستونزې دي، خو په رسنيو كې د دوي له خبرو څخه ناسم تعبير شوى وه.

جنرال منګل زياته كړه، چې دا مهال يواځې اته ولسوالۍ دي، چې په هغو كې به ښايي مخالفين د انتخاباتو په وړاندې تهديد متوجه كړي، خو د هغوي د نيولو لپاره هم دا مهال عمليات روان دي.

افغان امنيتي ځواكونه وايي، چې دوي له انتخاباتو څخه دمخه، د انتخاباتو په ورځ او ان له انتخاباتو څخه وروسته هم امنيت پلان لري، څو خلكو ته په دغو درې واړو پړاوونو كې كومه ستونزه رامنځته نه شي.

ټاكل شوې ده، چې د ولسي جرګې انتخابات به د وږي يا سنبلې د مياشتې په ۲۷مه نېټه ترسره شي، چې د چارواكو په وينا په ټوليزه توګه تقريبا درې لكه سرتېري به د انتخاباتو د امنيت د ټينګېدو په برخه كې وګمارل شي، څو خلك بې له كومې ويرې په ارام زړه په انتخاباتو كې برخه واخلي.



دامطلب ځنګه دی؟ (رایه: 0)   
    تبصرې (0)        ملګري ته ووایاست        چاپ


نورمطالب:
ولسي جرګې ته د كانديدانو د نومونو لست د پچې اچونې له مخې جوړشو (07.04.2010)
د انتخاباتو دڅارنې لپاره د جرمني او ډنمارک مالي مرسته (07.02.2010)
د ولسي جرګې د ټاکنو د څارنې لپاره له فيفا سره د جرمني او ډنمارك مرسته (06.18.2010)
ايا د ولسي جرګې انتخابات به په ټاكلي وخت ترسره شي اوكه نه ؟ (06.12.2010)
عبدالله احمدزي د انتخاباتو د کمیسون د دارلانشا د ريیس په توګه کار پیل کړ (05.04.2010)
تراوسه پورې د ولسي جرګې لپاره تر زرو زیاتو کاندیدانو نومونه ثبت کړي (04.29.2010)
د ولسي جرګې یوشمېر غړي د بلې دورې د انتخاباتو لپاره نومونه لیکي (04.26.2010)
معنوي : د انتخاباتو د کمیسون په چارو کې څوک نه پرېږدو چې را ګډ شي (04.22.2010)
د انتخاباتو د خپلواک کمیسون نوی مشررسماً په کار پیل وکړ (04.22.2010)
ولسي جرګې د انتخاباتو په باب د خبرو لپاره کرزي ته یو پلاوی لېږلی (04.21.2010)



 
::| تازه موضوعات
::| کلیز
September 2010  
ي د س چ پ ج ش
      1 2 3 4
5 6 7 8 9 10 11
12 13 14 15 16 17 18
19 20 21 22 23 24 25
26 27 28 29 30    
 
تصویري خبرونه


::| تاوده خبرونه
په انتخاباتي کپاین کې د ښځینه کاندیدانو شکایت
اکثرو ولایتونو ته انتخاباتي وسایل رسول شوي
د ولسي جرګې د کاندیدانو له لیسته نور نومونه هم وایستل شول
د ننګرهار دیني عالمانو او قومي مشرانو د بې درغلیو انتخاباتو غوښتنه وکړه
معنوي: یوازې په ۹ ولایتونو کې به د رای ورکولو ټول مرکزونه پرانستي وي
ملګروملتو د انتخاباتو د امنیت او شفافیت غوښتنه وکړه
د انتخاباتو له لیسته د اتو نورو کاندیدانو نومونه وایستل شول
یوشمېر ښځینه کاندیدانې له انتخاباتي لیسته ایستل شوي
کرزی : کمپاین دې د انتخاباتو له قانون سره سم وشي
تر انتخاباتو وړاندې په ۱۱ ولایتونو کې امنیتي تدابیر

 
taand.com@gmail.com
[سرپاڼه]